Pashto

 ښه راغلاست

                                                                  

ز موږ تاریخ

شل کاله پخوا« د افغانی ښځو انجمن» د لومړې ځل د پاره خپلې دروازې په اونتاریو ایالت کی د اوسیدونکو افغان ښځو د اړتیاوو او ضرورتونو د تأمین په خاطر پرانیستلې. د افغاني ښځو انجمن په لومړي سرکی دیوه داسي وړوکی دفتر په توګه پرانستل سو چی په رأس کی یې یو مامور واقع و. خو، اوس یې دیو زیات شمیر متعهدو داوطلبانو تر څنگ دټول وخت او نیمی وخت مامورینو او کار کوونکو شمیر ۵۸ تنوته رسیږی.

«د افغانی ښځو د انجمن »  فعالیت وار دواره د هغو افغان ښځو د پاره چی نوي کاناډا ته راغلی وې، د انگلسی ژبې په تدریسولو، او په نوي محیط او چاپیریال کی دهغوی د میشته کولو په خدمتونو سره شروع سو، موږ نه یوازي دغه ځانگړي خدمتونه په بی ساري توگه و غزول ، بلکی دنوموړیو پروگرامونو او پروزژو ساحه مو پراخه کړه.

اوس مهال ،  « د افغانی ښځو انجمن» د بیلا بیلو پروژو او پروگرامونو له لاري په سلهاوو هغه افغانان چی نوي کاناډا ته مهاجر سوي دي، مرسته کوي. لکه، په اونټاریو کی د ډیرو نویو مهاجرینو د پاره د اوسیدولو او اسکان آسانه کول، هغوی ته دکار او مسلکی روزني د زمینې برابرول، دنویو منابعو او سر چینو تهیه کول، دروحی او معنوي مرسته وړاندي کول، اود ځوانانو، مشرانو او کورنیو د پاره د انفرادی او گروپی مشورو وړاندي کول او داسی نور دي. په تیرو اتلسو کلوکی  « د افغانی ښځو انجمن» کارکوونکو او داواطلبانو د خپلی مسلکی پوهي، محذب سلوک په ورسپارل سویو دندوکی د شوق او ذوق دښوولو په برخه کی ‌ډیر زیار ایستلی، او په دې لاره کی یې ښه نوم گټلی دی. داچی « د افغانی ښځو انجمن» د خپلو مراجعینو د ضرورتونو او اړتیاوو په درک او تشخیص کی ډیر ممتاز ریکارډ تر لاسه کړی دی، یوازینی علت یې دنوموریو خدمتونو په وړاندي کولو کی د انجمن داصولي او فعال پرسونل دپوهي او مسلکی وړتیا له امله ده.

افغانانو ته دښو او مؤثرړو خدمتونو په سبب « د افغانی ښځو انجمن» په دې بریالی سوچي د مختلفو حکومتی او غیر حکومتی موسسو سره گټوري متقابلي اړیکی ټینگی کړيږ موږ د کاناډا دسټیزن شپ او

 مهاجرت له وزارت، د کاناډا دنړیوال انکشاف له موسسي (سیدا)، د کانا‌‌ډا د بهرنیوچارو له وزارت، د بیلابیلو فدرالي، ایالتي او ښاروالي موسسو او ځانگو سره تماسونه لرو څو په مجموع کی دافغان کمیونیتی، په ځانگړې دافغان ښځو د پاره د کلتوري مهارتونو په تهیه کولو، او خدمتونو په تطبیق او انکشاف کی رهبري کوونکی رول ولوبوو.

 دغه رنگه، موږدډیروکلو راهیسی د بیلا بیلوغیر حکومتی سازمانونو(انجیو) سره مشترکه همکاري لروڅو دخپلو مراجعینو دپاره لازم سهولتونه، مشوري، وسایل او تجربې برابري کړو.

سره له دې چی « د افغانی ښځو انجمن» د پروژو او پروگرامونو ساحه پراخه سوې ده څو د افغان کمیونیتی په دننه کی پراخ مسؤلیتونه پر غاړه واخلي، خو زموږ هغه ژمنه او تعهد چی په اونټاریو، افغانستان او پاکستان کی یې دافغان ښځو او ماشومانو د ژوند دښه کولو په لاره کی لرو، هیڅکله به بدلون ونه مومي.

(۱۹۹۰) کال راهیسی، « د افغانی ښځو انجمن» په کاناډا، افغانستان او سراسر نړی کی د افغان میرمنو په منځ کی ډیر پراخ او پیاوړی ملاتړ او محبوبیت تر لاسه کړی دی.

د افغان ښځو دپاره د مساوي حقوقو په اعاده، او د بشري کرامت په «د افغانی ښځو انجمن» تأمین کی دیوه باوري او متعهد رهبری کوونکي سازمان په سترگه کتل کیږی. موږ به خپل سخت کار او زیارته ادامه ورکړو و د خپلو خومتونو په وړاندي کولو سره زموږ روښانه راتلونکې یقینی، او تثبت سي.

په همدې ترتیب، « د افغانی ښځو انجمن» د خپلو پروژو ساحه د هغو افغان ښځو او کوچنیانو د پاره نور هم پراخه کړیده کوم چی د پاکستان په نیستی ځپلو مهاجرکمپونو اود افغانستان په خطرنا که کلیو او کوڅوکی ژوند کوي. په نوموړیو ځایونوکی، زموږ انجمن د محرومو او منزوی ښځو سره مرسته کړیده څو پر ځان باندی داتکأ د احساس په هڅولو، د ښووني او روزني د په لاس راوړلو، او دمهارتونو دزده کواو له لاري په مدني ټولنه کی خپله پراخه ونډه ولری. موږ په دغوسیمو کی ښوونځي او یتیم خانې هم پرانیستی دي څو افغان بې وزله او بې سرپرسته ماشومانوته تعلیمی روزنه او سر پناه مهیا او برابره سي.

موږ هیله مندیو چی په راتلونکي کی به دخپلو پروگرامونو او پروژو دکار او فعالیت ساحه هم داونټاریو په ایالت، او همدارنگه په افغانستان او پاکستان کی نوره هم پراخه، او وغزو.